ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکړ،د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس د القسام پوځي کنډکونو ویندوي ابوعبیده دبیت ا... د حاجیانو په نامه په یوه پیغام کې ووئيل، مقاومتي چورلیز د اسلامی امت په نیابت سره د خداي له دښمنانو سره په جهاد بوخت دی.
د حماس غورځنګ د القسام پوځي کنډکونو ویندوي ابوعبیده نن د بیت ا... د حاجیانو په نامې په یوه پیغام کې ووئیل،په داسې شرائطو کې چې ضیوف الرحمان د حج فرییضه ترسره کوي، مقاومتي چورلیز د اسلامی امت په نیابت سره د خدای له دښمنانو سره جهاد کوي.
د القسام کنډکونو ویندوي زیاته کړې ده ،طوفان الاقصی ناڅاپي عملیات د ددریم حرم شریف لپاره پیل شول او د حج مناسک یو فرصت دی ددې لپاره چې د یو میلیارډ مسلمان امت ته له دصهیونیسټي دښمن سره د مقاومت د نښتو واقعیّت وریاد کړي ، داسې دښمن چې د پیغمبر د معراج ځاي بې حرمتي ئې کړې او هلته فساد کوي او هره ورځ ددغه مقدس ځاي یهودي کولو ته دوام ورکوي.
د قربانۍ د نیکمرغه لوی اختر په درشل کې نن سهار وختي (د عربستان د کال هیندارې په اساس)د خداي د کور څه دپاسه یونیم میلیون حاجیان په منا کې د شپې له تیرولو وروسته د حج د لوی رکن د اد کولو لپاره عرفات ته تللی دي.
له تیرو کلونو سره د سږکال حج توپیر دا دی چې حاجیان سږکال په داسې حال کې د خداي دکور زیارت کوي چې اسلامی امت د هغه لوي مصیبت په خاطر کې چې په غزې تړانګې کې د فلسطین مظلومو خلکو د وحشي صهیونیسټي رژيم د وحشي ډوله جنګ په سیوري کې زغملی دی،غمجن دی،نو د خدای دکور حاجیان دې د فلسطین د شهیدانو په نیابت عمره ادا کړي او دغه شهیدان او مظلوم ولس دې له یاده نه وباسي.
د غزې د روغتیائی چارو وزارت په یوې خبرتیا کې ويلي دي ،د تیر کال د اکتوبر اومې څخه تر وروستیو پورې په غزې تړانګې کې د شهیدانو شمیر۳۷ زره ۲۶۶تنه او د ټپیانو شمیر هم ۸۵زره سل تنو ته رسیدلی چې زیاتره قربانیان ئې ښځّې او ماشومان دي ،البته په دغه راپور کې وئيل شوي دي چې تر دې دمه څه دپاسه لس زره کسان بې درکه او ترکنډوالو لاندې دي.